د بن لادن د وژنې د لومړی کال په پلمه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

              بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دوهمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې، په یوه پوځي سیمه ایبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوه ناببره یرغل کې ووژل شو . ویل شوی چې له عملیاتو څخه د پاکستان واکمن خبر نه کړي شول ځکه چې ددې اندیښنه موجود وه، که پاکستاني چارواکي خبرشی ښايي له هغه ځایه بن لادن بل ځای ته انتقال کړي .

پاکستاني واکمنانو او په تیره بیا استخباراتو به يی تل ویل چې بن لادن په پاکستان کې نشته. که افغانستان او بل هیواد به دا خبره کوله د پاکستان له سخت غبرګون سره به مخامخیدل .

جنرال نصیر الله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ( چې اوس مړ دی ) لا پخوا هڅه کړې وه چې امریکایانو او نړیوالو څخه د بن لادن لوری او پته ورکه کړي او له پاکستان څخه يي بلې خواته واړوي . نوموړی جنرال له وطن نومي رسنۍ سره چې په پښتونخوا کې خپریده په همدې مهال ویلي و «  بله خبره دا ده چې اسامه له افغانستان څخه وتلو، طالبانو شورا راوغوښته او یوه ورځ یې اوږده کړه تر څو ده ته وخت ملاو شي چې دی ووځي . ما امریکایانو ته د اسامه په اړه وویل چې هغه په هماغو ورځو کې چې د طالبانو د علماوو شورا روانه وه له افغانستان څخه وتلی ده، بدخشان کې ربانی ناست و، ما دا هم ورته وویل چې تاسو (امریکا) سره خو ستلایت شته، تاسو وګوری د اسامه دوه غوجلی وی، یوه په جلال آباد کې وه او بله په کندهارکې او په هغوی کی به اسپې (اسان) ولاړی وي. تاسو وګورئ په همدی ورځو کې چې په کابل کې د طالبانو غونډه وه، هغې نه وروسته هغه اسپی څه شوی؟ ما امریکا ته په هماغو ورځو کې وښودل چې اسامه هغه فلانی ځای ته تللی دی، خو دوی نه منله، خبره یې ولی نه منله ؟ د وطن پیغام بریښناپاڼه»

په پورته څرګندونو کې ښکاریږي چې بابر په لویلاس هڅه کړې چې پاکستان ته د بن لادن په تګ سترګې پټې کړي او وښۍ چې ګوندې د القاعده نوموړی مشر چیری د افغانستان د کونړ یا بدخشان په غرونو کې خوندي شوی .

د جنرال بابر سربېره، پاکستانی نورو واکمنانو هم په بېلابېلو وختونو کې کوښښ کړی چې په پاکستان کې د بن لادن د استوګنې او ترهګریزو فعالیتونو څخه د نړیوالو پام بلخوا واړوي. دوی تل په افغانستان تور لګاوه چې بن لادن د افغانستان په غزني ، کونړ او یا نورو سیمو کې پټ اوسیږي .

بلخوا د خندا وړ دا ده ، کله چې ایبټ اباد کې د امریکایانو لخوا بن لادن ښکار کیږي، بیا هم پاکستاني واکمنان او ای ایس ای وايي چې دوی خبر نه درلود چې د القاعده مشر د پاکستان په ایبټ اباد کې خوندی اوسیږي.

په پاکستان کې د القاعده د خونړي سازمان فعالیت او د داسې سازمان د مشرانو لکه بن لادن او د هغه د مرستیال ایمن الظواهری شتون وښوده چې د پاکستاني مشرانو په یوه خبره باور نشته. پاکستاني چارواکو د القاعده د مشر په پټ ساتلو د لسو کلونو لپاره ټوله نړۍ دوکه کړې وه .       

همداراز پاکستان له دري لسیزو په تېره بیا د ۲۰۰۱ کال راهیسې یوه خبره کوي چې دوی په پاکستان کې ترهګرو او طالبانو ته ځای نه دی ورکړی. یوخوا ټوله نړۍ په یوه خوله او یو غږ وايي چې پاکستان په هیواد کې دننه مذهبي توندلارې، القاعده او طالبان روزي، وسلوال کوي يي او روسته يي د افغانانو د وژلو او ګډوډۍ لپاره افغانستان ته رااستوي خو پاکستان په سرتمبګۍ له دې انکار کوي .

اوس هم چې پاکستان کې د بن لادن له وژنې یو کال تیریږي او په دې پېښه پاکستان په نړیواله کچه رسوا شو، له بده مرغه د ترهګرو په ملاتړ او پالنه کې د هغه هیواد په دریځ او ستراتیژی کې کوم مثبت بدلون نه لیدل کیږي .

دا چې ویل کیږي القاعده کمزوري شوې، افغانستان ته راغلي نړیوال پوځي ځواکونه ، د القاعده له لوري نور کوم مهم ګواښ نه ویني یو څه له حقیقت سره اړخ نه لګوي .

پاکستان کې نن هم د ترهګرو اډې شتون لري او هلته د ترهګرو پالنه د پخوا پشان ښه په درځ روانه ده. افغانستان ته له پاکستاني اړخه اوس هم ترهګر په ازاد لاس رااوړي د وژنو ، ورانیو او ګډوډیو روسته په ډاډه زړه پاکستان ته د بیا تیارۍ او چمتووالي لپاره ورااوړي .

بن لادن د وژنې د لومړي کال په پلمه ، څو ټکې باید په غور تر پاملرنې لاندې ونیول شي .

ــ القاعده او نور ترهګر اوس هم پاکستان کې ساتل او پالل کیږي او د پخوا پشان افغانستان ته د افغانانو د وژلو او ورانۍ لپاره استول کیږي .

ــ پاکستان د افغانستان په وړاندې خپله ستراتیژي او اوږدمهاله موخې نه دې پریښي او اوس هم افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو په سترګه ګوري .

ــ افغان دولت کې هغه چارواکي چې پاکستان کې ملکيان او پوځیان د افغانستان په اړوند سیاستونو کې جلا شمیري، اشتبا کوي. کیدای شي په پاکستان دننه او یا د ځیني نورو چارو په اړوند د دوی ترمنځ دوه رنګي موجود وي، خو د افغانستان په تړاو ملکي او پوځي اړخ دواړه په ګډه یوه ستراتیژي مخې ته بیايي او په هغه کې کوم بدلون نه لیدل کیږي .

ــ افغان چارواکي باید د پاکستان په وړاندې په یوه وخت کې د څوګونو او څو مخه پالیسو مخنیوی وکړي او په وړاندې يي باید یوه پالیسي تدوین او پلي کړي .

ــ افغان دولت په بېلا بېلو لارو، د ملګرو ملتو په ګډون او له هغه هیوادونو څخه چې ستراتیژیک تړونونه یي ورسره لاسلیک کړي ، پر پاکستان د فشار کړۍ تنګه کړي چې افغانستان کې له لاسوهنې او تیري لاس واخلي .

ــ  افغان دولت باید پر امریکا فشار راوړي چې پاکستان سره مالي او پوځي مرستې پرې کړي .

ــ افغان دولت باید نړیواله ټولنه وهڅوي چې افغان اردو پیاوړي کړي ، ترڅو القاعده او ترهګرو سره د مبارزې او جګړې ځواک پیداکړي . که ترهګر افغانانو ته خطر پېښولای شي لویدیځ هم تر یرغل لاندې نیولای شي

ــ د ۲۰۱۴ کال مخکې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، افغان دولت باید د ځان په پیاوړتیا چې هغه تر ټولو لومړی د اداري فساد ختمول دي، پاملرنه وکړي . ملي اردو ملي کړي او هغه پیاوړي کړی .

د ۲۰۱۴ کال د مۍ ۲ مه

  


May 2nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات